ازبکستان: افغانستان نور مونږ ته د خطر زنګ نه دی

ازبکستان: افغانستان نور مونږ ته د خطر زنګ نه دی

د ازبکستان نوي ولسمشر میرضیایوف ویلي، “افغانستان ته به نور د تهدید په سترګه نه ګورو؛ بلکې برعکس هغه اوس بهرني سیاست او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري. ”

 

میرضیایوف د پخواني ولسمشر خلاف په‌دې اند دی چې دافغانستان د خطر زنګ نه‌دی، خو د دې هېواد د پخواني ولسمشر اسلام کریموف تل افغانستان ته د یو تهدید په سترګه کتل.

 

افغانستان یو له هغو ځانګړو هېوادونو څخه دی چې ازبکستان هغه ته د مثبتي سوداګرۍ بیلانس لري.

 

ازبکستان له افغانستان سره خپله پوله د ریل پټلۍ او د تجارتي مناسباتو د ټینګښت لپاره غواړي امنیتي کمربندونه جوړ کړي چې په مناسب ډول د ازبکستان لپاره د امنیت ضامن شي.

 

ازبکستان علاقه‌مندي ښوولې چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې فعاله ونډه ولري.

 

تاشکند غواړي د افغانستان د امنیتي وضعیت د څارولو لپاره یو ځانګړی کس وګماري، څو په ښه توګه د دې هېواد له چارو څارنه وکړي.

 

ویل کېږي ازبکستان د افغانستان د برښنا په لېږد، په سیمه کې د ریل پټلۍ د ساتنې، مخابرات، ټرانسپورټ او ارزښتناکو پروژو په برخه کې اوږدمهالې همکاري کوي.

 

حمدالله محب ازبکستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال تاشکند کې، ټرانسپورټ، انرژي، پوهنه او د ځوانانو د زده‌کړو د ارزښتناکو پروژو پلي کول د افغانستان د امنیت لپاره مهمې بللې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.