ازبکستان: طالبان دې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني

ازبکستان: طالبان دې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني

 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملوف ویلي، افغانستان کې د سولې روان بهیر باید د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړ شي.

هغه پر طالبانو غږ کړی، چې حکومت سره دې خبرو ته کېني او بین الافغاني مذاکراتو ته دې چمتو شي.

د هغه په خبره، هېواد یې هڅې پیل کړي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان کې د سولې بهیر سره مرستو ته وهڅوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړېدو لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

تازه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سعودي عربستان ته تللی دی.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.