ازبکستان له ناټو غوښتي؛ څو نور کلونه هم په افغانستان کې پاتې شي

اسلام کریموفد ازبکستان ولسمشر وايي، په افغانستان کې امنیتي ځواکونه د طالبانو پروړاندې په یوازې سر په جګړه نه توانېږي او دولت نشي کولای په بشپړ ډول د افغانستان ثبات خوندي کړي.

اسلام کریموف وايي، همدا دلایل دي چې موږ اړ کوي د ناټو په چوکاټ کې له سوله ساتونکو ځواکونو وغواړو چې د څو نورو کلونو لپاره هم د افغان ځواکونو ترڅنګ پاتې شي او د افغانستان وضعیت خوندي کړي. ښاغلي کریموف داخبرې په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو یوې سرمشریزې ته کړې دي.

کریموف وویل: پرکندوز د طالبانو برید ازبکستان د موضع یوه څرګنده بېلګه ده، چې افغان ځواکونه په هماهنګۍ او مقاومت ونه توانېدل او بل اړخ ته طالبانو تربل هروخت منظم او قوي عمل وکړ ځکه خو نو کندوز د څو ورځو لپاره د طالبانو په ولکه کې و.

ازبک ولسمشر له افغانستان سره په سرحدونو کې د وروستیو ناامنیو د زیاتېدو په اړه هم غونډې ته اندېښنه په ډاګه کړه او زیاته یې کړه چې دمنځنۍ اسیا په سرحدونو د حاکمیت او یا هغو سیمو ته دزیان رسولو په پار طالبان هلې ځلې کوي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي.

کریموف وايي، په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې سیاسي هلې ځلې چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب ترسره شي بله هغه حل لاره ده، چې باید په کار واچول شي.

ناټو ځواکونو ته په ۲۰۰۱ کال کې د بن په کنفرانس کې د ناټو د پریکړې په اساس اجازه ورکړل شوه چې په افغانستان کې د سولې له ساتنې سره مرسته وکړي او افغان ځواکونه وروزي ترڅو خپل هیوادونه وساتي.

د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو د مشرانو په څیر د کریموف ویره له کندوز وروسته زیاته شوې او په فاریاب کې وروستیو ناامنیو د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه وېرولي چې جګړه به ددوی خواته لاره وکړي.

ازبکستان یوازینی هېواد دی، چې د روسیې د توقع خلاف په سیمه کې د ناټو د حضور ددوام ملاتړ کوي. برعکس اکثره روس پلوه منځنۍ اسیا هېوادونه او پخپله مسکو هڅه کوي، له دې وروسته د ناټو او په دې چوکاټ کې د امریکا هغه پوځي ماموریت وننګوي چې څوارلس کاله په افغانستان کې له دوام سره سره لا هم د ټیکاو سبب نشو او ترهګر ترپخوا زیات شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.