ازبکستان: افغانستان کې د سولې ټینګښت ته بېړه لرو

ازبکستان: افغانستان کې د سولې ټینګښت ته بېړه لرو

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزضیایف د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې سوله د ازبکستان په ګټه ده او هر څومره ژر چې کېدای شي افغانستان کې د سولې لپاره هڅې او د دغه بهیر ټینګښت غواړو.

ازبک چاوراکو ویلي، زلمي خلیلزاد له ازبکستاني چاوراکو سره د افغان سولې بهیر کې د سیمې او نړۍ هېوادونو د رښتینې همکارۍ پر زیاتېدو خبرې کړې دي

ازبک چاوراکو ډاډ ورکړی، چې له افغان سولې بهیر سره به مرسته کوي.

خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د امنیتي چارو لپاره د ټرمپ د یاور مرستیالې لیزا کرتیس سره تاشکند ته تللی دی.

په وروستي یو کال کې ازبکستان د افغانستان د سولې په مسله کې زیات فعال شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.