استخباراتي تشه

تند لاريتوپپه افغانستان كې استخباراتي تشې تندلاريتوب او افراطيت ته وده وركړې ده. د وال سټريټ امريكايي ورځپاڼې د امريكايي چارواكو له قوله ويلي چې د نړيوال ايتلاف له خوا د طالبانو  نظام تر را پرځولو څوارلس كاله وروسته دادى افغانستان اوس بيرته د تندلارو او افراطيت پالنې په سيمه بدليږي.

دا چارواكي وايي د دې لامل دادى چې يوه هر اړخيزه استخباراتي شبكه نشته چې په ليرې پرتو سيمو كې د تندلارو كارونه وڅاري.

امريكا او نړيوالو متحدينو يې پنځه كاله وړاندې په افغانستان كې له ۸۵۰ ډيرې هډې درلودې، خو اوس چې دا مركزونه ليري شوي نو وسله والو طالبانو، داعش او القاعدې  د ودې له پاره ښه زمينه برابره شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.