اسفندریا: د پښتون بچي د خولې مړۍ بل کس ته نه ورکوو

اسفندریا: د پښتون بچي د خولې مړۍ بل کس ته نه ورکوو

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان ویلي، دوی نه شی کولای چې د پښتنو د بچو او اولادونو ډوډۍ بل کس ته ورکړي.

هغه چې نن یې یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، دی به د پښتون د بچو ښېرازۍ لپاره خپې مبارزې ته  دوام ورکوي.

اسفندریا ولي خان دغه څرګندونې د پاکستان د حکومت د هغې غوښتنې په غبرګون کې کړي چې ویلي يې و له پنجاب دې خلک خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته لاړ شي او هلته  دې کانونو کې کار وکړي.

نوموړي څرګنده کړې چې دوی خپلواک قدرت غواړي او پښتون ته باید په کمه سترګه ونه کتل.

ولي خان یو ځل بیا ویلي دي چې هېڅکله به د پښتنو د ټوټي ټوټې کېدو اجازه ورنه کړي، ځکه پښتانه یو وجود دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.