اسوشېټډ پریس: داعش افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دی

اسوشېټډ پریس: داعش افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دی

یو شمېر لوړ پوړو امنیتي چارواکو اسوشېټډ پریس خبري آژانس ته ویلي چې داعش ډله افغانستان کې د پرمختګ په حال کې ده او د دغه هېواد په شمال او شمال ختیځ کې خپلو لیکو ته جنګیالي جذبوي.

 

د امریکايي چارواکو په  وینا، داعش ډله هوډ لري چې په امریکا او ځینو نورو هېوادونو د بریدونو پلانونه جوړ او دغه هېوادونه هدف وګرځوي.

 

امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم افغانستان کې د داعش ډلې له حضور اندېښنه څرګنده کړې وه.

 

تر دې دمخه د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي و چې داعش په افغانستان کې د اوسېدو ځای نه لري او وبه ځپل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.