اعتراض کوونکو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دروازه وتړله

اعتراض کوونکو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دروازه وتړلهد بیکارۍ پرضد خوځښت په نوم یوې ډلې مظاهرچیانو نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت دروازه وتړله او ددغه ادارې کارکوونکو ته یې اجازه ورنکړه چې خپلو دفترونو ته لاړشي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي، لاریون کوونکو د وزارت کارکوونکي پرېنښودل چې د وزارت ودانۍ ته ننوځي.

په یوه پرېکړه لیک کې دې خوځښت ویلي، چې له تېرو ۵۵ ورځو راهیسې د ملي شورا مخې ته د بېکارۍ د بحران د کابو کولو په موخه په اعتراضي ډول راټول شول، تحصن یې وکړ مګر چا یې غږ وانه اورېد. دوی وايي اوس یې د کار وزارت دروازه وتړله او ترهغې به د وزارت دروازې د کارکوونکو پرمخ خلاصې نکړي، ترڅو چې یې غوښتنو ته معقول ځواب نه وي ویل شوی، دوی ټینګار کوي، چې د شپې له خوا به هم ددروازې په خوله کې خیمې ووهي.

دوی وايي، لومړنۍ غوښتنه یې د کارونو ایجاد دی، چې د ملي وحدت دولت یې په لومړي سرکې له خلکو سره ژمنه کړې وه. دویم خواست یې دادی، چې تقاعد ته برابر ټول کارکوونکي دې تقاعد شي، خالي بستونه دې د کارموندنې له شرايطو سره اعلان کړي، ځوانان دې استخدام شي ترڅو له هیواده د کادرونو د فرار مخه ونیول شي.

په خصوصي سکتور کې د کارونو ایجاد، په ګاونډیو هېوادونو او نوره نړۍ کې د کارګرو د نمایندګیو جوړول، او په ولایتونو کې د کارموندنې په برخه کې سهولتونه او سیستم رامنځ ته کول ددې خوځښت نورې غوښتنې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.