اعجاز: د احتجاج په اړه د منظور امر ته په تمه یوو

اعجاز: د احتجاج په اړه د منظور امر ته په تمه یوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجا وزیرستان کې ددې غورځنګ پر غړو د پاکستانیو ځواکونو لخوا د برید په غبرګون کې د تازه ویډیو نشرولو په ترڅ کې ویلي، دوی د لاریونونو او احتجاجونو په اړه د منظور پښتون امر ته انتظار باسي.

 

اعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړیو غږ کړی چې له تشدد دې کار نه اخلي.

 

هغې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو برید تایید کړی دی او ویلي چې زیات شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او علي وزیر هم پولیسو له ځانه سره وړی دی.

 

نوموړې ویلي، دوی تل د قانون خبره کړې، خو پاکستاني حکومت تل قانون تر پښو لاندې کړی دی او دوی سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

 

هغې ټینګار کړی چې د وزیرستان خلک دې روغتون ته لاړ شي او ټپیانو ته دې وینه ورکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.