افغانستان امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړ

محمود صیقلپه ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل د افغانستان پر خاورې د پاکستان د توغندیزو بریدونو د درولو غوښتنه کوي. محمود صیقل خبرداری ورکړ چې د دغو بریدونو دوام به د افغانستان او پاکستان اړیکې له خطر سره مخامخ کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل، افغانستان لا هم له جدي ګواښونو سره مخامخ دی. محمود صیقل وایی، د څلور اړخیړې همغږۍ ډلې په کارونو کې شویو پرمختګونو ته په پام سره لا هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو د پیل په وړاندې خنډونه شته.

هغه د افغانستان پر خاورې د پاکستان توغندیز بریدونه د کړکیچ جوړولو  یو عامل بولي. محمود ثیقل وايي:

«مونږ د ډیورند کرښې له هغې غاړې څخه د  توغندیزو بریدونو د ژر ودریدو غوښتنه لرو چې د افغانستان لپاره د منلو نه دي. مونږ په تېرو درې میاشتو کې د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې شپږپنځوس پیښې مستندې کړي دي. چې د ملګرو ملتونو د دوهمې مادې او د دغه سازمان د ۲۱۳۱ پریکړه لیک خلاف دي. دغه اقدام د افغانستان اړیکې له پاکستان سره چې یو مهال سوله له پاکستان سره چې سوله له طالبانو  سره ده، په خطر کې اچوي.»

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ویلي چې کابل د اسلام آباد دا غوښتنه چې د دیورند کرښې د ګډې څارنې په هکله وه، رد کړې ده. هغه وایی ژر به د کابل او د طالبانو تر منځ رسمي خبرې پیل شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودهي وایي: «په افغانستان کې سوله زمونږ د هېواد په ګټه هم ده، له طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.»

هغه وایي  افغان دولت باید له  شرطونو پرته چې ممکن خبرې ودروي، مذاکراتو ته حاضر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.