افغانستان او ازبکستان د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی دی

افغانستان او ازبکستان د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی دی

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، نن وروسته له غرمې تاشکند ښار کې د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر ویکټور محمودوف سره لیدلي دي.

 

دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره په مشترکې مبارزې، سرحدي همکاریو، د امنیتي بنسټونو په چوکاټ کې روغتیايي همکاریو، اقتصادي، زېربنايي، مواصلاتي، تعلیمي او فرهنګي مرستو په پراختیا بحثونه کړي.

 

د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو همدا راز مختلفو برخو په ځانګړې توګه له سیمه ییزې  ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې اړوند د همکاریو د سند په جوړېدو خبرې وکړې.

 

ډاکټر محمودوف د افغانستان د سولې له پروسې د ازبکستان د ملاتړ دریځ په اړه وویل، چې افغانستان کې د سولې تامین یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت شونی دی.

 

په پای کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان او ازبکستان د مشترک امنیتي کمېسیون بله ناسته به د سټراټېژيکو جزییاتو او پلانونو ارزولو په هدف راتلونکی کال کابل کې جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.