افغانستان ته د پاکستانیو سمنټو د وارداتو کچه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
د سمنټو یو شمېر سوداګرو ویلي، تېرو کلونو کې به له پاکستان څخه افغانستان ته ۲۴ سوه زره ټنه سمنټ واردېدل، خو دغه شمېر اوس نیمايي ته رارسېدلی دی.
افغانستان ته د پاکستاني سمنټو د واردولو په کچه کې له راټیټېدو سره سم اوس دغه هېواد کې د سمنټو بیې خورا لوړې شوې دي.
د سوداګرو په خبره، له پاکستان څخه د سمنټو د وارېدو کچه کې د ټیټوالي یو لامل، له تاجکستان څخه د سمنټو راوړل دي او تر څنګ یې د بغلان د غوري فابریکې فعالیت هم ښه شوی چې زیات خلک همدا وطني سمنټ پېري.
د نجم په نوم یو پاکستاني سوداګر ټینګار کړی چې افغانستان کې اوس په پراخه کچه سمنټ تولیدېږي چې له نورو هېوادونو یې راوړلو ته اړتیا نشته.
Leave a Reply