افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې کې بېساری کموالی راغلی دی

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې کې بېساری کموالی راغلی دی

د پاکستان د اقتصاد وزارت چارواکو اعلان کړی چې افغانستان ته يې د صادراتو کچه زښته زیاته راټيټه شوې ده.

بلخوا د پاکستان مرکزي بانک وروستۍ شمېرنې ښيي چې روان کال کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه یو میلیارد او نوي میلیونه ډالره ده، په داسې حال کې چې تېر کال دغه کچه یو میلیارد او ۴ سوه میلیونه ډالره وه.

وړمه ورځ هم یو پاکستاني سوداګر ویلي و چې افغانستان ته د پاکستاني سمنټو په واردولو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

ولسمشر په وار وار پاکستانیو چارواکو ته ویلي چې له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې خپلې ژمنې عملي کړی، کنه تاوان به ې بېرته همدې هېواد ته ورسېږي.

پاکستان کې سیاسي شنونکو ویلي، هر څومره چې پاکستان له افغانستان سره اقتصادي برخه کې ټګي برګي وکړي، زیان به یې پاکستانیو سوداګرو ته رسېږي، ځکه افغانستان اوس یوازې په تورخم بندر تکیه نه دی، بلکې نور بندرونه هم لري چې کولای شي صادارت او واردات په کې وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.