افغانستان ته د پېلوسي سفر لغوه شو

افغانستان ته د پېلوسي سفر لغوه شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د ډیموکراټانو ګوند مشرې نانسي پېلوسي ته اجازه ور نه کړل شوه چې افغانستان ته سفر وکړي

پلوسي ویلي، افغانستان ته يې سفر ځکه لغوه کړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې د سفر جزییات خپاره کړي و.

خو رسنۍ بیا وايي، چې پلوسي ته ټرمپ اجازه نه  ده ورکړې چې په نظامي طیاره کې افغانستان ته راشي.

ټرمپ پلوسي ته ویلي: که ځې، تجارتي طیاره کې لاړه شه، نظامي طیاره کې نه شې تللی

پلوسي هوډ درلود چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د خپل هېواد له سرتېرو او یو شمېر افغان سیاستوالو سره  وګوري.

د نانسي پلوسي او ټرمپ تر منځ د دیوال او حکومت د تړلو پر سر له یوه میاشتي راهیسې ناندرۍ رواني دي.

ډیموکراټ ګوند او پلوسي له مکسیکو سره پر پوله د جوړېدونکي دېوال بودیجه نه تصویبوي او ټرمپ ټینګار کوي چې دېوال باید ژر جوړ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.