افغانستان د دخانياتو د منعې نړيواله جايزه ګټلې ده

افغانستان د مديترانې د ختيځې څنډې د ۲۴ هېوادونو په مينځ کې د ملګرو ملتونو د روغتيايي سازمان د (دخانياتو د منعې) جايزه ګټلې ده.
د عامې روغتيا وزارت وايي، دا جايزه يې د هغو هڅو له امله ګټلې، چې د دخانياتو د استفادې د مخنيوي په لاره کې يې کړې دي. په ۲۰۱۰ زيږديز کال کې د شويو ارزونو پايلې ښيي، چې په افغانستان کې ۳۵ سلنه لويان دخانيات کاروي، ۱۶ سلنه تنکيو ځوانانو په ټول ژوند کې لږ تر لږه يو ځل دا توکي کارولي او ۴۰ سلنه نور کسان له دې امله چې د کورنيو غړي يې سګرټ څکوي، له دي توکي زيان ور رسيږي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د دخانياتو د استعمال په کچه کې يې د پام وړ کموالی راوستی دی. د خلکو د عامه پوهاوي لوړاوی، په عامو ځايونو کې د سګرټو او قليون پر کارولو بنديزونه او پر دخانياتو د لوړو ګمرکي تعرفو لګول، هغه لارې چارې دي، چې پر مټ يې په افغانستان کې د دې توکو د کارول کېدو کچه را ټيټه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د روغتيايي سازمان له خوا د خپرو شويو ارقامو پر بنسټ ښايي تر ۲۰۳۰ زيږديز کال پورې د تنباکو د مصرف له امله د وژل کېدونکو شمېر په کال کې ۸ ميليونو کسانو ته ورسيږي، چې ۸۰ سلنه برخه به یې د وروسته پاتې هېوادونو وګړي وي. د تنباکو مصرف د سرطاني، تنفسي او زړه د ناروغيو سبب کيږي، چې له امله يې هر کال لسګونه زره کسان ژوند له لاسه ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.