افغانستان د نړی دوهم فاسد دولت

روڼتیا د نړیوال سازمانپه هغه رپوټ کې چې د روڼتیا د نړیوال سازمان له خوا خپور شوی  افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا د نړۍ په ١٦٧ هیوادونو کې تر ټولو فاسد دولتونه ښودل شوي دي. شمالي کوریا او سومالیا هر یو یې یواځې د ٨ امتیازو په لرلو په گډه د نړۍ د تر ټولو فاسد دولت ځای خپل کړی دی.

د روڼتیا نړیوال سازمان چې دفتر یې به آلمان کې دی وايی ویلي چې د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره  لا هم د افغانستان په عامه او حکومتي بسنټونو کې پراخ فساد شته. که څه هم چې د افغانستان د ملي يوولي د حکومت مشران د اداري فساد په ضد په خپلې جدي مبارزې ټینگار کوي، خو د نړیوالۍ روڼتیا سازمان ددې هیواد د فساد ضد امتیازونو شمیره د تیر کال په پرتله نه ده لوړه کړې.

افغانستان په تیره لسیزه کې تل د فساد د نړیوال نوملړ په آخر  کې ځای نیولی دی او په ٢٠١۴ کال کې هم د ١٧٥ دولتونو په منځ کې افغانستان کې درییم فاسد دولت گڼل شوی و. په ٢٠١٣ کې افغانستان ته په ١٧٧ هیوادونو کې د دوهم فاسد دولت ځاې ورکړل شوی و.

د افغانستان په گاونډ کې پاکستان په ١١٧ ځاې کې، ایران په ١٣٠، د چین د خلکو جمهوریت ٨٣، تاجیکستان ۱۳۶، ترکمنستان ۱۵۴ او ازبیکستان په ۱۵۳ ځاې کې راغلي دي. پدې توگه افغانستان د سیمې تر ټولو فاسد دولت پیژندل شوی دی.نړیوال شفافیت ویلي دي چې د نړۍ هیڅ هیواد د فساد نه خلاص نه دی. خو بیا هم د نړۍ په مختلفو سیمو کې د اداري فساد درجه او د اوسیدونکو د درک څرنگوالی سره توپیر لري.

د دغه سازمان د رپوټ له مخې  د اروپا درې هیوادونه ډنمارک، فنلند او سویدن په ترتیب سره په نړۍ کې د فساد څخه پاک هیوادونه گڼل شوي دي. قطر شاهي دولت بیا په اسلامي هیوادونو کې تر ټولو پاک حساب شوی دی چې په نړیوال نوملړ کې ٢٢ ځاې لري – آن له فرانسې او څو نورو اروپایي هیوادونو مخکې ځاې.

د امریکا متحده ایالات په ١٦ ځای کې راغلي دي چې له برتانیې او جرمني څخه په خراب خو له جاپان څخه چې اتلسم شوی، په ښه پوړ کې ځای نیولی دی. نړیوال شفافیت خبرداری ورکړی دی که څه هم چې په پرمختللو هیوادونو کې د فساد کچه لږه ده خو له فساد سره د هغوی اړیکې په بشپړه توگه نه دي شلیدلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.