افغانستان د پردیو دخوځښتونو له کبله د ترهګرۍ ډګر ګرځېدلی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن کابل کې وویل، ایران او افغانستان د پردیو د خوځښتونو له کبله د ترهګریزو کړنو او د پردیو د فعالیت پر ډګر اوښتي دي.

ښاغلي ظریف وویل، افغانستان کې وروستي خونړي بریدونه غندي او خپله غمشریکي ښيي.

ښاغلي ظریف کابل ته د خپل سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو ډېرول بللي.

نوموړي کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ایران او افغانستان په یوه ډېره خطرناکه سیمه کې موقعیت لري، چې په وینا یې دا سیمه د پردیو د خوځښتونو له کبله د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ډګر اوښتې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، په سیمه کې لاهم د تېر په څېر د ترهګرۍ اور ته لمن وهل کېږي چې د ټولو په زیان تمامېږي.

ده وویل، په سیمه کې د ترهګرۍ اور به د هغو کسانو تر لمن هم ورسېږي، چې اورپکۍ او سخت دریځۍ ته لمن وهي.

په پام کې ده چې جواد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو جګپوړو افغان چارواکو سره هم وګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.