افغانستان د ځمکنیو منابعو له مخې د نړۍ له بډایه هیوادونو څخه یاد شو

د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې په یوه را پور کې را غلي چې د افغانستان په سویل کې د لیتیوم، وسپنې، مسو، کوباتو او طلا نوی کشف شوی ذخایر په دومره اندازه دي چې کولای شي دغه فقیر هیواد د نړۍ په مهمو هیوادونو کې را ولي.
دوی وایې: د افغانستان لیتیوم د عربستان د نفتو په اندازه دی، د حاجي ګک د معدنو کان د وسپنې دوه ملیارده ټنه ذخیره لري، اورانیوم یې په نړۍ کې ساری نه لري، د مسوذخیرې یې د چیلي هیواد د مسو د تر ټولو لویو ذخیرو سره برابره ده، د ګازو ذخیره یې یو تریلیون ډالرو ته رسیږي، او همدا رنګه د افغانستان زمرد د کولمبیا له زمردو او الماس یې له افریقایې الماسو څو برابره لوړ کیفیت لري.
خو د روڼتیا څار بنسټ بیا وایې افغان حکومت د هیواد د ځمکنیو منابعو د مدریت وړتیا نه لري، زور واکي او جنګي ډلې یې له غیر قانوني استخراج څخه پوره ګټه پورته کوي.
ناصر تیموري د روڼتیا څار بنسټ څیړونکي په دې اړوند رسنیو ته ویلي: هیڅ داسې نښې نښانې نشته چې د افغانستان دولت دې د دغو منابعو د مدریت وړتیا ولري، د معادنو سکتور په یو بد حالت کې قرار لري او د هیواد عایداتي منابع د جنګي او مافیایې ډلو له خوا د جنګ د دوام او پر خلکو د جنایې پېښو د ترسره کولو له پاره ترې ګټه اخیستل کیږي.
له دې ور هاخوا هر کال پنځوس ملیارد میتره مکعب اوبه له افغانستان څخه په وړیا ډول همسایه هیوادونو ته ځي چې ارزښت یې پنځوس ملیارده ډالر ښودل شوی دی.
له دې سره سره چې ځمکنۍ منابع په اوس حال کې د افغانستان تر ټولو لوی ثروت بلل کیږي خو ډېری په دې نظر دي که دغه منابع په سمه توګه مدریت نشي د هیواد له پاره په لوی زیان بدلیدلای شي. ځکه مافیا او جنګي ډلې د دغه منابعو له عایداتو څخه ګټه اخلي او د هیواد پر ضد یې استفاده کوي.
شاید افغانستان به یو له هغو کمو هیوادونو وي چې زیاتې ځمکنۍ منابع لري خو ګټه نه ده ترې اخیستل شوې.
ځینې خلک وایې افغانستان یو بډایه خو غریب هیواد دی، ځکه چې نه دي توانیدلي له خپلو طبیعي منابعو څخه ګټه واخلي.
د چارو شنونکي بیا وایې: سیاسي نظم مو په اقتصادي هغه کې نغښتی او باور لري چې که افغانستان له خپلو منابعو څخه سمه ګټه واخلي کولای شي چې په هیواد کې سیاسي نظم رامنځ ته کړي.
د پوهنتون استاد سید مسعود په دې اړه وایې: مونږ د سیاسي نظم په لټه کې یو، سیاسي نظم له اقتصادي نظم څخه منځ ته راځي.
د منابعو د مدیریت د برنامو په اړه د معادنو وزارت نه دي غوښتي چې رسنیو ته څه ووایې.
یاد وزارت له یو کال راهیسې د رهبرۍ له مشکل سره مخ وو. خو حکومت تازه نرګس نهان دغه وزارت ته د نامزد وزیر په توګه معرفي کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.