افغانستان د چين همكاري خپلوي

شكيب مستغنيافغانستان تر بل هر وخت زیات د امنیت او سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول چین همکاریو ته اړتيا لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني  له چین سره د امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د دغه هېواد پلازمینې بیجنګ ته ولاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په دې درۍ ورځينې سفر كې د دغه هيواد له چارواكو سره د افغانستان د سولې او په دې پروسه كې د چين د رول په اړه هم خبرې وكړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شكيب مستغني وايي  په دغه لیدنو کې په څلور اړخیزو غونډو کې د چین په رول چې د سولې د خبرو د ستونزو پرانیستونکې بلل شوې ټینګار وشي.

د بهرنيو چارو وزير تر هغه وروسته چين ته سفر كوي چې ويل كيږي د افغانستان، پاكستان، امريكا او چين په څلور اړخيزه ناسته كې چين په زغره د پاكستان له دريځ ملاتړكاوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.