افغانستان د ۱۰۴.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې تر لاسه کړي

افغانستان د ۱۰۴.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې تر لاسه کړي

د کرنیزو توکو سوداګر او صادروونکو د ۱۰۴.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې تر لاسه کړي دي

د وروستيو شمېرو له مخې افغان شرکتونه او صادروونکي بریالي شوي دي، چې د خپل هېواد د کرنیزو محصولاتو د پلور په موخه؛ په متحده عربي اماراتو کې د ګلفووډ «GullFood» له نړیوال نندارتون څخه د ۱۰۴.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې ترلاسه کړي.

ددغو شمېرو تر مخې په دې نندارتون کې د قراردادونو سږنۍ ارزښت د تېر کال په پرتله څلور چنده زیاته شوې ده.

تېرکال افغانستان له دې نندارتون څخه د کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې ترلاسه کړې وې.

سږ د ګلفووډ د نندارتون څلوروېشتم دور وو، چې په دې نندارتون کې افغانستان په ۲۸ غرفو کې زعفران، وچې مېوې (انځر، ممیز، پستې، جلغوزې او نورې مېوې) طبي نباتات او خپل شات نندارې ته وړاندې کړې وه، چې له تود هرکلی سره مخ شو.

باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې د امریکا نړیوال پراختیایي اداره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د نړیوال پراختیایي ادراې د خبرپاڼې پر بنسټ، «دغه نندارتون چې د ۲۰۱۹ ام زیږدیز کال د فبروري له ۱۷ ام تر ۲۱ مې نېټې پروې په دوبۍ کې په لاره اچول شوې وه د نړۍ له ۱۹۳ هېوادونو څخه ۹۸ زره کسانو د دې نندارتون لیدنه کړې.»

تر دې وړاندې هم د افغانستان د کرنیزو محصولاتو سوداګر او صادروونکو د هندوستان د نوی ډهلۍ او ممبۍ او همداراز د قزاقستان د الماتا او دوبۍ په نندارتونونو کې ګډون کړي و.

باید وویل شي، چې په ۲۰۱۸ ام زیږدیز کال کې د کرنې وزارت او همکارو نهادونو د هلو ځلو په پایله کې د کرنیزو توکو افغان سوداګر د خپل هېواد د کرنیزو توکو د پلور په پار د ۲۷۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.