روسيه وايي په افغانستان كې تر شپږ زرو پورې داعشيان فعاليت كوي. د روسيې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال سكرتر ( ګريګوري كاراسين)د قزاقستان ( پراودا )ورځپاڼې ته ويلي چې داعش په افغانستان كې د خپلو ليكو د پياوړتيا په حال كى دى. هغه وايي اوس په افغانستان كې د دغه ډلې شپږ زره غړي شته چې د دغه هيواد د ۳۴ ولايتونو له ډلې په ۲۵ كې يې فعاليتونه ثابت شوي دي. دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان حكومت وايي داعش په دغه هيواد كې له ماتې سره مخ شوى او يوازې د ننګرهار په يوشمير ولسواليو كې فعاليت كوي چې په دې وروستيو كې سخت ځپل شوي دي.
Leave a Reply