افغانستان كې ملكي مرګ ژوبله لوړه شوې

ملکي مرګ ژوبلهد بښنې نړيوال سازمان په افغانستان كې بشري وضعيت انديښنه ښودلې او وايي دا وضعيت مخ پرزياتيدونكي ګواښ سره مخ دى.

دغه سازمان  په خپل کلني راپور کې لیکلي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرتله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ملکي مرګ ژوبله کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. دا سازمان وايي په ۲۰۱۵ كال كې په افغانستان په بي ساري ډول ملكي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

حوریه مصدقد افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان څېړونکي حوریه مصدق وايي د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی:

د ملکي تلفاتو شمېر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ډېر شوی دی، د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرتله تقریباً ۶۰ سلنه  ډېروالی راغلی دی، د دغې مرګ ژوبلې اويا سلنه یې د حکومت د وسله والو مخالفو ډلو او نور یې د حکومتي ځواکونو او دهغوی د پلویانو له خوا شوي دي، له بده مرغه یو لږ شمېر یې لا معلومه شوې نه ده چې د کومې ډلې له خوا وژل شوي دي.”

رپوټ له وسله والو غوښتي خپل هغه بريدونه ودروي چې ملكي خلكو ته په كې مرګ ژوبله اوړي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل  وايي له دې امله ګڼ افغانان بهرنيو هيوادونو او په تيره بيا اروپايي هيوادونو ته د ژوند په بيه تګ ته زړه ښه كوي.

رپوټ وايي په دغه هيواد كې د بشري حقونو فعالان چې د عامو خلكو د ژوند د خونديتوب په موخه غږ پورته كوي په مرګ ګواښل كيږي.

د امنسټي انترنېشنل په نوې راپور کې ټولو هغو هېوادونو ته چې د بشري حقونو وضعیت په کې ناسم ښودل شوی اشاره شوې او وایې، نه یوازې د خلکو حقونه بلکې هغه قوانین او سیسټمونه چې د دغو حقونو د خوندیتوب لپاره دي، هم له ګواښ سره مخامخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.