افغانستان له روسې څخه درنې وسلې اخلي

افغانستان له روسې څخه درنې وسلې اخليروسي چارواکي وايي، افغان ولسمشر غني له دغه هېواد څخه د سپکو او درنو وسلو د اخستلو غوښتنه کړې ده. افغان ولسمشر غني روسیې ته د خپلو اړتیا وړ وسلو یو لست سپارلی او کرملین وايي، په دې غوښتنه به غور کوي او ښايي ځواب یې مثبت وي.

د ولسمشر غني‌ د اړتیا وړ پوځي وړاندیز کې د ام ای سي جنګي الوتکې هم شاملې دي، چې د وسله والو سخت دريځو پرضد یې افغان ځواک وکارولی شي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر میتنسکای وايي، مسکو دا وړاندیز په نظر کې نیسي او یو تعداد پوځي امکانات به افغانستان ته ورکړي. خو نوموړي ټینګار وکړ، چې هیڅ روسي پوځي به په افغانستان کې حضور ونلري. افغان پوځونه اوس هم له روسي ماډل ام ای شپاړس الوتکو څخه استفاده کوي. دغه الوتکې پنټګان له روسیې څخه افغان ځواکونو ته اخستې وې.

افغان دولت په داسې حال کې له روسیې سره پوځي معاملې ته ځان جوړ کړی، چې امریکايي پوځیانو اعلان کړی چې د دوه زره شپاړسم کال تر اخره به په افغانستان کې وي او د داعش او طالب پرضد به په جنګ کې هم ونډه اخلي. په عین وخت کې روسان د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د پوځي مرستې رسمي اجرا لپاره تیاری ښيي. افغان ولسمشر پخوا تر دې په روس، چین او د منځنۍ اسیا په هیوادونو غږ کړی و، چې که غواړی ستاسو پرخوا در روان ترهګر وځپل شي او له افغانستان څخه د جدي مبارزې تمه لرئ نو له افغانستان سره پوځي مرسته وکړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.