افغانستان کې د امریکا پر ماموریت د روسیې نیوکې

افغانستان کې د امریکا پر ماموریت د روسیې نیوکې

د روسیې د ملي امنیت سلاکار نېکولای پاټروشوف یو ځل بیا افغانستان کې د امریکا پء ماموریت نیوکې کړې دي

هغه ویلي امریکا افغانستان ۱۰ کاله وروسته غورځولی دی

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان په جګړه کې پاتې راغلې ده

هغه ویلي امریکا داسې وضعیت برابر کړی، چې افغانان حس کړي څو د امریکا له وتلو وروسته دوی خپل ځان نه شي ساتلی

پاټروشوف یو ځل بیا ویلي چې د امریکا په شتون کې ناامنه زیاته شوې ده

شنونکي باور لري چې روسیې اوس ښکاره د افغانستان په چارو کې لاس وهنه پیل کړې چې ښکاره بېلګه یې د مسکو ناستې ته په غبرګون کې د مسکو تند دريځ دی

مسکو اوس له ځینو افغان سیاستوالو سره اړیکې ټینګې کړي دي او تازه یې اعلان هم کړی چې غواړي افغانستان کې له داسې یو نوماند ملاتړ وکړي چې د بري چانس يې زیات وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.