اېرو ایشیا وايي، افغانستان کې د حکومت لخوا د اوبود مدیریت او پر لویو سیندونو د برېښنا بندونو جوړېدو پاکستان سخت اندېښمن کړی دی
د ایشیا په مقاله کې راغلي، افغان حکومت په لویو سیندونو کې پر هغو اوبو د بند جوړېدو طرحې تر لاس لاندې نیولي دي چې پاکستان ته بهېږي، نو ځکه يې دغه هېواد اندېښمن کړی
اېرو ایشیا دا هم ویلي: کله چې کابل کې د شا توت بند د رغېدو چارې پيل شوې، پاکستان یې سخت مخالفت او مزاحمت وکړ
مقاله کې دا هم راغلي: که چېرې افغان حکومت د خپلو پرېمانه اوبو سم مدیریت وکړي، له دې لارې کولای شي چې په کومه موده کې ځان بسیا شي
اېرو ایشیا پر داسې مهال دغه مقاله خپروي چې ولسمشر تېره اوونۍ کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې چې د کونړ اوبه به مدیریت کوي او د کونړ پر سیند به د برېښنا بندونه جوړوي
Leave a Reply