افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل خبرداری

افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل خبرداری

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۲۵ مه:

امریکا “فارن پالیسي” خپرونه لیکي چې امریکا د وتلو پر مهال باید دغه دوه (۲) ناتړلي واقعیتونه ومني: لومړی؛ امریکا په غلطۍ سره دا فکر کاوه چې دوی کولای شي په افغانستان کې جګړه ماري له منځه یوسي او خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي. دویم؛ امریکا د امریکا معامله له طالبانو سره ممکن تاوتریخوالی د کمولو پر ځای ډېر کړي.

مطلب کاږي چې له لومړي سره امریکا غوښتل القاعده له منځه یوسی، خو د هغوی د کوربنو یعنې طالبانو له منځه وړل یې داسې خاص نه غوښتل.

مطلب بیانوي چې د امریکا له وتلو وروسته، که مذاکرات هرڅومره ښه وشي هم، د پراخې او اوږدې کورنۍ جګړې امکان شته. آن په ۲۰۱۸ کې، د افغانستان شخړه د نړۍ تر ټولو مرګونې هغه وه.

مطلب زیاتوي چې افغان جوړجاړي ته رسېدل ډېر ستونزمن کار دی.

مطلب په اوس وخت کې د کشمیر په اړه د نرېندرا مودي پرېکړه داسې تعبیروي چې که په افغانستان کې سوله راشي، نو د ترهګرو ډلو پام به کشمیر ته ورواوړي، نو ځکه غواړي کشمیر ځان ته رابېل او له ستونزې ځان خلاص کړي.

مطلب وايي چې د امریکا راتلونکی ګام ښايي د پراخې جګړې امکان راکم او د افغان جوړجاړي ننګونه له منځه تلو سره مخ کړي، او یا ښايي په دواړو برخو کې وضعیت لا خراب شي.

مطلب سپارښتنه کوي چې د امریکا حکومت د افغان جوړجاړي تر لاسه کېدو پورې باید خپله حوصله له لاسه ورنکړي.

مطلب توضېح کوي چې د خبرو د پایلو او وضعیت د معلومېدو نه وړاندې د اوسني سیاسي نظم له منځه وړل، یواځې او یواځې وضعیت نور هم ګډوډي او افغان دولت نور هم کمزوری کوي.

مطلب په پای کې وايي چې د افغان سیاسي جوړجاړي څخه وړاندې که امریکا خپل پوځيان او بسپنه سپموي، نو دا به سوله نه بلکې د ۱۸ کلونو مداخلې څخه وروسته یواځې د خپلو ځواکونو وېستل وي او بس.

Leave a Reply

Your email address will not be published.