افغانستان کې ځینې امریکايي پوځیان د پیسو غلا په تور محاکمه شوي

افغانستان کې ځینې امریکايي پوځیان د پیسو غلا په تور محاکمه شوي

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۱۴ مه: د امریکا ‘مېلېټري’ راپور ورکوي چې درې تنه امریکايي پوځيان په افغانستان کې د اختلاس (پيسو غلا کولو) په تور محکوم شول.

څلورم پوځی هم له دوی جلا محاکمه شوی. پنځم پوځی هم له دوی سره تورن دی.

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی (سیګار) د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته پخپل راپور کې وویل چې دا پیسې د بېړنیو حالاتو پروګرام څخه وهل شوې دي.

لومړیو دریو تنو ته درې کاله تعلیقي مجازات، ۴۰ زره ډالره جریمه او ۴۰ زره ډالره جزايي خساره تعیین شوه.

څلورم تن يې بیا په نهه کاله تعلیقي مجازاتو او ۴۰ زره ډالره تاوان ورکولو محکوم شو. هغه د حکومت پر ضد په توطیه او د حکومت له دارايۍ په غلا تورن وپېژندل شو.

لومړۍ درې تورن له پوځي دندې ووېستل شول او تقاعد ورکړل شو.

دغه پنځو واړو پوځیانو په افغانستان کې د جولای ۲۰۰۹ او جنوری ۲۰۱۰ تر منځ خدمت کړی دی.

دا مهال د پخواني ولسمشر کرزي د حکومت دویمه دوره پیل شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.