افغانستان یوه ملي او د سولې حکومت ته اړتیا لري

ډاکټر طلا پاميرنيږدې څلور لسیزې کېږي چې په افغانستان کې د جګړې اور بل دی. دا چې دغې ستړی کونکی (فرسایشي) جګړې زمونږ هیواد او ملت ته څومره زیان رسولی دی، زه یې دلته د څېړلو او سپړلو اړتیا نه وینم، دا ځکه چې نن د افغانستان هر وګړی که نر دی او که ښځه، که زوړ دی او که ځوان، په رڼو سترګو د دغه لوی ناورین ناوړه اغېزې پر خپل ورځني ژوند لیدلې او ویني؛ پر خپلو پوستکو او غوښو یې احساس کړې دي.

په دې هم ټول پوهېږي چې زمونږ ملک د جګړې په وجه له خپلې طبیعي ودې نه لږ تر لږه یو نسل شاته لویېدلی دی. ملي او دولتي حاکمیت مو نیمګړی او کمزوری دی؛ ملت په توکمو وېشل شوی او دا واټن ورځ تر بلې ډېرېږي. د افغانانو تاریخي ارزښتونه او ملي هویت د نشتوالي (نابودۍ) پولې ته رسېدلی دی.

د دغو ټولو ناخوالو یو ستر لامل زمونږ په هیواد کې د یوه منل شوي ملي او مسؤولیت منونکي حکومت نشتوالی دی. داسې حکومت چې له هر راز توپیر او تبعیض پرته د افغانستان د ټولو وګړو، د ټولو سیاسي او ټولنیزو ډلو او د هر فکر او عقیدې د خاوندانو ګټې او روا حقونه د قانون سره سم خوندي کړي.

  • داسې حکومت چی د ملت په آزاده اراده او خوښه جوړ شوی وي؛ افغانستان او خلکو ته خدمت وکړي.
  • داسې حکومت چې د هیواد د چارو مسؤولیت ومني او ملت ته ځواب ویونکی وي.

لویه جرگهله بده مرغه په تیرو نیږدې څلوېښتو کلنو کې ټول افغان حکومتونه ایدیالوژیک، یو اړخیزه او د جګړې حکومتونه وو. اوسنی د چا په خبره د ملي وحدت حکومت د ښاغلی ډاکټر اشرف غني د مخکنیو ژمنو پر خلاف، هماغه شان یو اړخیزه او د جګړې حکومت (د جګړې یو اړخ) دی.

د افغانستان واکمنو هیڅکله هم د جګړې مسؤولیت نه دی منلی او نه یي د دغه ملي ناورین د کابو کولو او ختمولو په موخه اړین او ټوکلي ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان واکمنو په هیواد کې د تاو تریخوالي او جګړې په تړاو تل بهرني فکتور ته ګوته نیولې او نور ملکونه یې د دغه جګړې اصلي لاملونه بللي دي نو ځکه، د افغانستان لپاره یې د خپلو ګټو سره سمه سوله او سوکالې هم په بهر کې لټولې ده. داسې ښکاري چی زمونږ ولس او د افغانستان سیاسي قشر هم په افغانستان کې د جګړې او سولې په باب دا ناسم تعبیر منلی وي.

د حیرانتیا وړ نه ده چې د افغانستان سیاسي ډلو او عام ولس په تېرو څلوېښتو کلونو کې هیڅکله د سولې لپاره کوم پراخ لاریون نه دی کړی او له حکومتونو نه یې د جګړې د ختمولو او د وګړو د ځاني امنیت د خوندي کولو غوښتنه نه ده کړې. زمونږ د ټولنې سیاسي قشر د خپلو شخصی او لنډ مهاله ګټو په وجه د جګړې د دغه یا هغه غاړې تر شا درېدلی دی.

شک نشته چی د افغانستان په جګړه کې بهرني فکتور ښکېل وو او ښکېل دی خو، د جګړې اصلي او ټاکونکی اړخ نه دی. دا مونږ حکومتونه دي چې د وطن د چارو د سمون او خپل منځي شخړو په هوارۍ کې د بې کفایتۍ او بېوسۍ په وجه یې بهرنۍ لاسوهنې (مداخلې) ته اړین چاپیریال برابر کړی دی.

دا زمونږ وګړي دي چې د پردیو ټوپک یې په اوږو ایښی؛ د پردیو ارزښتونو او موخو لپاره یو او بل وژني او خپل کور ورانوي. دا زمونږ د ملک واکمنان او د واک غوښتونکي (د واک مدعیان) دي چې په نا قانونه او انحصاري توګه د واک (قدرت) د ساتلو او یا د واک د تر لاسه کولو په خاطر د وطن او ملت ګټې تر پښو لاندې کوي؛ پر واک او حقیقت د قبضه کولو لپاره هرڅه ته لاس اچوي او د هر پردي مرستې (مداخلې) ته لبیکوایي.

د تېرې پېړۍ له پنځوسمو کلونو (۱۹۵۲) را په دې خوا د افغانستان ټول حکومتونه د خشونت له لارې واک ته رسېدلي، پر واک یې قبضه کړې او د خپلو وګړو پر وړاندې یې له زور زیاتي او خشونت نه کار اخیستی.

د افغانستان واکمنان او د واک غوښتونکي (د واک مدعیان) تل دې ته چمتو دي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه د افغانستان له بهرنیو دښمنانو سره خبرو اترو ته کښېني خو له خپلو هیواد والو سره د روغې جوړې نه ډډه کوي.

 

د بېلګې په توګه:

مجاهدیند تېرې پېړۍ په اتیایمو (۱۹۷۸- ۱۹۹۲) کلونو کې افغان “مجاهدین د بهرنیو هیوادونو په مرسته او په دې پلمه چې روسانو پر افغانستان پوځي تېری کړی، پوره ۱۴ کاله وجنګېدل او هیڅکله هم دې ته تیار نه وو چې له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني. په پای کې، د واک لپاره د “ملنګۍ کچول په غاړه “، په هماغه، د دوی په خوله “یرغلګرو” روسانو پسي ماسکو ته ورغلل.

همدا چې د روسانو لخوا دوی ته د واک په تر لاسه کولو کې د مرستې وعده ورکړ شوه نور نو روسان هغه یرغلګر دښمنان نه وو؛ له روسانو نه د غرامت غوښتنې دوسیه وتړل شوه او هغه دوه ملیون شهیدان“ هم هېر شول.

د هغه وخت حکومتونو هم ورته (مشابه) چنلد وکړ. خپل مخالفین یې د وطن دښمنان، تروریستان، اشرار او د پردیو ګوډاګیان وبلل. پوره (۶) کاله د افغانستان له تاریخي دښمن پاکستان سره په خبرو اترو بوخت وو خو هيڅکله یې هم له خپلو وسله والو مخالفینو (افغانانو) سره د روغې جوړې هڅې ونه کړې ځکه چې له یوی خوا “د دموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې (خوندی کولو) خبره وه او له بلې خو ډاډه وو چې شوروي اتحاد به تل او په هر قیمت د دوی تر شا ولاړ وي.

کله چې شوروي اتحاد پرېکړه وکړه چې خپل پوځونه به هرو مرو له افغانستان نه وباسي نو هغه وخت وو چې حکومت په ډېره بیړه او وارخطایي سره هرې خوا ته منډې پیل کړې چې له همغو اشرارو سره پوخلاشي خو، اوس “اوبه تر ورخ تیرې وې.

سره له دې چې د هغه وخت نظام له خپلو انقلابيشعارونو او ارزښتونو نه مخ وګرځاوه؛ پروني ترهګر او اشرار یې خپه شوي وروڼه (برادران آزرده خاطر) ونومول، د کور-کالی- ډوډۍ شعار د “قبر، کفن او په نس کې ګولۍ“ نوی تعبیر وموند، د “انقلاب” ارزښتونه، د شهیدانو غونډۍ او څلي د هغوی له ارمانونو سره هېر او تر خاورو لاندې شول خو، دا ټولو د نظام وسله وال مخالفین له حکومت سره سولې او پخلاینې ته ونه هڅول ځکه، هغوی پوهېدل چې دولتي نظام له اقتصادي، مالي، سیاسي او پوځي اړخه او همدا شان د خپل منځي شخړو په وجه ډېر کمزوری شوی او قطعي اضمحلال (ړنګېدل) یي یوازې د وخت خبره ده.

په ۱۹۹۲ کال کې دولتي نظام ونړېد او ورسره یو ځای، نه یوازې دیموکراتیک ارزښتونه بلکې ملي ارزښتونه (ملي حاکمیت او ملي بنسټونه، ملي او دولتي يووالی) هم له منځه ولاړل او افغانستان د ګډوډۍ ژورې کندې ته ولوېد.

نن چې يو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ټېکاو خبره کېږي او سولې ته د هیلې یوه کوچنۍ کړکۍ خلاصه شوې، اړینه ده چې تیر درسونه او تجربې په پام کې ونیول شي او د ملي وحدت حکومت په هیواد کې یوې ډاډمنې او تلپاتې سولې ته د رسیدو په خاطر هیڅ موکه او فرصتونه له لاسه ور نکړي؛ له خپلو وسله والو مخالفینو سره نېغ په نېغه او مسؤولانه خبرې اترې پیل کړي. د سولې په خبرو کې باید یوازې پر ملي ارزښتونو لکه د افغانستان خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، د وګړو پر یو لړ منل شویو حقونو او همدا شان د سولې په بهیر کې د دولتي حاکمیت (ملي بنسټونو) پر ساتلو تمرکز وشي چې د واک تشه را منځته نشي او افغانستان يوځل بیا د ګډوډۍ (هرج ومرج) کندې ته ونه لوېږي.

په دغو پورتنیو ټکو کې د دولت او وسله والو مخالفینو (طالبانو) تر منځ څه نا څه همغږي لیدل کېږي.

د ملي وحدت حکومتد “ملي یووالي حکومت“ ته ښایي چې ځمکني واقعیتونه او هغه ریښتیني (بالقوه) ګواښونه چې د جګړې د دوام په صورت کې به زمونږ هیواد او ملت ورسره مخامخ شي، په خلاصو او رڼو سترګو وویني. له داسې شرطونو (تیږه اېښودلو) څخه چې د سولې بهیر ټکنی او یا له منځه یو سي، په کلکه ډډه وکړي.

د تېرې لسیزې لاسته را وړنې او د اساسي قانون ارزښتونه مهم دي خو، باید په یاد و لرو چې پخپله د افغانستان اساسي قانون په ځانګړو حالاتو کې د افغانستان د خپلواکۍ او ملي ژوند ساتلو ته پر ځینې ډیموکراتیکو ارزښتونو لومړیتوب ور کوي (۱۴۳ ماده).

د هیواد والو ژوند، د ملت پايښت او د افغانانو د ملي هویت او حاکمیت ساتل تر ټول لوړ ارزښتونه دی. جګړه دغو ارزښتونو ته لوی او ریښتینی ګواښ دی.

 

په پای کی:

د افغانستان جګړه د واک پر سر جګړه ده او د سولې په بهیر کی باید د دغې ستونزې (د واک ستونزې) د هوارۍ لپاره یو معقول، دواړو خواوو او د افغانستان ټولو خلکو ته د منلو وړ یو فورمول ولټول شي. داسې فورمول چې د هغه پر بنسټ په افغانستان کې يو ريښتینی ملي، د هیواد ګټو ته ژمن او مسؤولیت منونکی حکومت را منځ ته شي.

طالبانطالبانو ته هم ښایي چې د خپلې تېرې واکمنۍ ترخې تجربې او درسونه هېر نه کړي.

پر افغانستان د امریکې او ناټو ځواکونو د یرغل (د طالبانو په خبره) مسؤولیت نېغ په نېغه د طالبانو د واکمنۍ په غاړه دی. دوی اجازه ورکړه چې بهرني تروریستان زمونږ په ملک کې ځاله جوړه کړي او له دغه ځایه د نورو هیوادونو پر حاکمیت او ګټو بریدونه تر سره کړي.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ په موده کې د افغانستان خلک وځورول او هېواد یې د خپلو وګړو لپاره په یوه لوی جېل (زندان) بدل کړ. طالبان باید پوه شي چې د دوی د تېرې واکمنۍ بیا را ژوندي کول د افغانستان د خلکو غوڅ (لوی اکثریت) او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي.

نرندا موديطالبان باید له دغې موکې نه چې نور افغان دولت او نړیواله ټولنه دوی ترهګر او تروریستان نه ګڼي ګټه واخلي او په سیاسي بهیر کې ور ګډ شي. د ریښتینو افغانانو او مسلمانانو په توګه خپل هیواد او زمونږ ځورېدلي ولس ته د سولې او امن په راوستلو کې خپله دیني، انساني، ملي او اخلاقي وجيبه تر سره کړي.

د هند د لومړی وزیر نرېندرا مودي په خبره:

په افغانستان کې د کابل تر سیند نه هم ډېرې وینې بهېدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.