افغان اتلان نن له سویلي آفریقا سره د لوبې ډګر ته ځي

افغان اتلان نن له سویلي آفریقا سره د لوبې ډګر ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن شنبه مازیګر ۵ بجې د نړیوال جام په لړ کې، د سویلي آفریقا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ور دانګي.

 

افغان لوبډلې تر اوسه د نړیوال جام په لړ کې ټولې کړې لوبې بایللي دي؛ خو تمه شته چې نننۍ لوبه به وګټي، ځکه د کرکټ پوهانو په باور، سویلي آفریقا هم تر اوسه د نړیوال جام په روانو لوبو کې کومه لوبه نه ده ګټلې بلکې ټولې يې بایللي دي.

 

د افغانستان بله لوبه به د همدې اونۍ په جریان کې د جون په ۱۶ له انګلستان سره وي چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني او د کابینې ځینې نور غړي يې هم نندارې ته ورځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.