افغان او ایراني چارواکي د هلمند سیند پر اوبو خبرې کوي

افغان او ایراني چارواکي د هلمند سیند پر اوبو خبرې کوي

 

 

د ۱۳۵۱ لمریز کال د معاهدې پر اساس، د افغانستان لخوا ایران ته باید په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه ورکړل شي، خو په ثانیه کې ۴ متره مکعبه نورې د ښه نیت په توګه د افغانستان له خوا ورکول کېږي.

په معاهدې کې دا هم راغلي چې که د اقلیمي بدلونونو سره سم د هلمند د سیند اوبه کمېږي، نو ایران ته دې د اوبو جریان هم کم شي.

اوس تازه د اوبو په اړه د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ کلنۍ غونډه په تهران کې جوړه شوې.

د اوبو او برښنا وزارت د اوبو د تنظیم عمومي رئیس ویس بصیري ویلي، افغان پلاوی به په دې درې ورځنۍ غونډه کې له ایراني چارواکو سره د اوبو د معاهدې په ټولو اړخونو خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، افغانستان ۷۵ ميلیارده متره مکعبه سطحي اوبه لري، خو یوازې له ۳۰ سلنې ګټه پورته کوي او پاتې ۷۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته په وړیا توګه بهېږي او هغوی ترې ګټه اخ

Leave a Reply

Your email address will not be published.