افغان جګړه؛ پنټاګون وايي که سوله وشي هم د امریکايي پوځیانو شتون ته اړتیا ده

افغان جګړه؛ پنټاګون وايي که سوله وشي هم د امریکايي پوځیانو شتون ته اړتیا ده

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې د سولې تر تامین وروسته هم د زیات شمېر امریکايي سرتېرو پرېښودلو اړتیا لیدل کېږي.

راپور کاږي، د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر ضد لا هم یوې پیاوړې مبارزې ته اړتیا  ده.

راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ د یوې پیاوړې برخې پاتې کېدل حتمي دي.

 تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې که له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، نو بیا به هم یوه پیاوړې استخباراتي ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارلو لپاره پرېږدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.