له ملي امنیت شورا دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: لکه څنګه، چې درنو هیوادوالو ته مالومه ده تېره ورځ د کوېټې ښار د کچلاغ سیمې په یوه مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې یو شمېر کسان په کې ووژل او ټپیان شول.
خبرپاڼه کاږي، موږ په داسې حال کې، چې له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له دا ډول پېښو کړېږو او سلګونه معصوم هیوادوال مو په کې له لاسه ورکړي، ددې برید غندنه کوو او په مسجدونو کې بریدونه غیر اسلامي او غیر شرعي بولو.
ملي امنیت شورا ټینګار کړی، افغانستان تل ویلي، چې ترهګري په هر ځای او هر ډول کې باید وغندل او پر وړاندې یې مقابله وشي. اوس یو ځل بیا وايو، چې دا پدیده یوه هلاکوونکې او د ولسونو پر ضد پدیده ده او موږ ټولو ته په کار دي، چې په ګډه یې پر وړاندې ودرېږو او رد یې کړو.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، افغان ولس ددې بدې پدیدې د لومړۍ کرښې قرباني دی او د هغو له درده ډېر ښه راځي، چې په دې لړ کې متضرر کېږي، له همدې امله هر ډول ترهګریز اعمال، چې که په هیواد کې دننه وي یا بهر غندي او مخالفت یې کوي.
Leave a Reply