افغان حکومت د قطر ناستې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ

افغان حکومت د قطر ناستې د پرېکړه لیک هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت قطر کې د افغان سیاسیونو او یو شمېر طالب استازو ترمنځ د دوه ورځینیو بحثونو د خپور شوي پرېکړه لیک هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي چې پرېکړه لیک کې ځینې مهم ټکي شته چې د پرمختګ لامل کېږي او تاوتریخوالی راکموي.

زمان ټینګار کړی چې سیمه کې هم د افغان سولې په اړه ځینې اقدامات شوي دي او افغان حکومت خوشبین دی چې دغه اقدامات به د طالبانو او حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

بلخوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د قطر مذاکراتو پرېکړه لیک ته خوشبیني ښودلې ده.

صدیق صدیقي ویلي د سولې بهیر ښه لور ته روان دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.