افغان حکومت د پاکستان سفیر احضار کوي

افغان حکومت د پاکستان سفیر احضار کوي

د ولسمشر ستر سلاکار فاضل فضلي ویلي، کابل کې د پاکستان سفیر به د عمران خان د تېرې ورځې څرګندونو په غبرګون کې بهرنیو چارو وزارت احضار کړي او د دغو څرګندونو په اړه به ترې جدي وضاحت وغواړي.

هغه ویلي، دا چې افغانان د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپلو سیاسیونو فشار راوړي چې د سیاسي لوبې قواعد او موجوده قوانین رعایت کړي، دا هر څه د ولس د لوړ سیاسي شعور نښه ده او د ټولنې دغه نبض باید زموږ ټول سیاسیون درک کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د عمران خان وروستۍ څرکندونې ددې ښکارندوي کوي چې افغانان غواړي په خپلو لاسونو خپل حکومت جوړ کړي  او د ټاکنو پر لور لاړ شي.

عمران خان ویلي و چې ډېر ژر به افغانستان کې نوی حکومت جوړ شي

Leave a Reply

Your email address will not be published.