افغان حکومت د TTP د پخواني وياند ادعا رد کړه

افغان حکومت د پاکستان د طالبانو د تحريک د پخواني وياند احسان الله احسان هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي افغان حکومت له هغو طالبانو ملاتړ کوي، چې د پاکستان پر ضد جنګيږي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون په يوه راپور کې د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي و، چې د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند، چې په وروستيو کې يې د پاکستان پوځ ته ځان تسليم کړی، ويلي چې افغانستان او هندوستان د هغو وسله والو ملاتړ کوي، چې د پاکستان پر ضد جنګيږي. افغان حکومت د پاکستان د دې ادعا په غبرګون کې وايي، چې افغانان پخپله د ترهګرۍ قربانيان دي او دا د پاکستان استخبارات و، چې ترهګرو ته يې پټنځايونه چمتو کړي او په مختلفو وختونو کې يې د افغانستان پر ضد جنګولي دي.
د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست وياند مجيب رحيمي نن په کابل کې پخپله اونيزه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان دريځ په ملي او نړيواله کچه منل شوی او پاکستان چې “له نړيوالې انزوا” سره مخ دی، اوس هڅه کوي، چې د ورته تبليغاتو د کولو له لارې عامه ذهنيت ته بدلون ورکړي.
رحيمي وويل :”احسان پخپله ځان پاکستاني پوځ ته تسليم کړی او د تسليميدو په صورت کې دا وړ څرګندونې د دې خبرې رښتينولي تر پوښتنې لاندې راولي”. رحيمي وايي په وار وار يې له پاکستانه غوښتي چې د سوله په لاره کې صادقانه ګامونه اوچت کړي، د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي او ترهګر د بهرني سياست د يوې وسيلي په توګه و نه کاروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.