افغان دولت هڅه کوي، د لاجوردو په یو مشهور کان ولکه ټینګه کړي

لاجورد - بدخشاند لاجوردو یو مشهور کان چې د افغانستان په شمال کې موقعیت لري او تردم ګړۍ د خپل سرو وسله والو او سیمه ییزې جنګسالارې مافیا په کنټرول کې دی راخپل کړي او کيندنې پکې پیل کړي. د افغانستان د کانونو وزیر داود شاه صبا وايي؛ دا کان چې د سیاسنګ د لاجوردي کان په نوم شهرت لري د نړۍ په سطحه بې ثاري لاجورد لري.

صبا ویلي: دولت چمتو والی نیسي، چې د ۲۰۱۶ کال په تر دویمې نیمايي ددغه کان بیه وټاکي او ښايي همدا له استخراجوونکو سره د قرارداد مرحله هم وي. د کانونو وزارت چارواکي وايي، د سیاسنګ د لاجوردو ځانګړنه داده، چې په وسیله یې ناتصدیق شوي لاجورد له پېژندل شوو لاجوردو تفکیک کېدای شي.

د افغانستان په شمال کې لاهم ډېر داسې کانونه شته، چې د افغانستان ددولت په ولکه کې ندي، او سیمه ییزه مافیا چې ډیری غړي یې پخواني محلي قوماندانان او زورواکي دي، په یادو کانونو کې خپل سرې کیندنې کوي او په غیر فني ډول استخراج شوي توکي نړیوالو بازارونو ته په قاچاقي ډول استوي.

د نظار شورا په نوم د یو تنظیمي اتحاد جنګي مشر احمدشاه مسعود چې د عرب ځانمرګو په یو برید کې ووژل شو، د لاجوردو او زمرودو مشهوره استخراجوونکې ډله درلوده او دغه توکي به په فرانسه او نورو هېوادونو کې ددوی د شخصي او جنګي لګښتونو لپاره په نیمه بیه خرځېدل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.