افغان سوله؛ خلیلزاد وايي د آغېزمن مذاکراتي ټیم پر جوړولو کار روان دی

افغان سوله؛ خلیلزاد وايي د آغېزمن مذاکراتي ټیم پر جوړولو کار روان دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په خپله یوه ټویټ کې خوښي څرګنده کړې چې د یو قوي مذاکراتي ټیم پر جوړولو يې کار پیل کړی دی.

خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر لومړۍ وزیر له ولسمشر غني سره وکتل.

ولسمشر غني خلیلزاد ته ویلي و چې د څوو ورځو لپاره باید کابل کې تم شي.

خلیلزاد ویلي چې له ولسمشر، عبدالله او د رباني سره يې ګټورې ناستې درلودې او پر مهمو موضوعاتو يې خبرې او پرمختګ کړی دی.

ټاکل شوې راتلونکې میاشت په اندونیزیا کې د افغان سولې په تړاو درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

په دغه دویمه درې اړخیزه ناسته کې به د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د اسلام دین علماء برخه واخلي او د اګست میاشتې په ۲۶ مه او ۲۷ مه جوړه شي.

تېره ورځ ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې ممکن راتلونکې افغان منځه ناسته په یو اروپايي هېواد کې جوړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.