افغان سوله؛ د دوحې مذاکرات نن هم روان دي

افغان سوله؛ د دوحې مذاکرات نن هم روان دي

 

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ څلور پړاو خبرې نن هم ترسره کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح  الله مجاهد ویلي: د سولې خبرې به نن هم روانې  وي او ممکن تر مازیګره یې جزییات رسنیو ته راووځي.

تر اوسه لا هم مالومه نه ده چې په تېرو دوو ورځو کې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په کومو موضوعاتو خبرې کړي دي.

خو له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې ممکن د قطر په دې پړاو خبرو کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په څرنګوالي، د بندیانو خوشې کېدو او له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو بحث وکړي.

امریکایان مذاکراتو کې پر طالبانو ټینګا کوي چې د افغانستان له خاورې باید دوی ته ګواښ پېښ نه شي.

تېره ورځ د سولې عالي شورا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه یوازې طالبان او افغان حکومت کولای شي او نور څوک په دې بهیر کې د مداخلې حق نه لري.

سولې شورا همدا راز خوښ ښودلې وه چې ممکن تر راتلونکو ۵ میاشتو له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.