د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پاکستان کې د امریکې له پخواني وزیر کامرون مونټر سره کتنه کې ویلي: هېواد يې ژمن دی چې افغانستان کې له داسې یو بهیر ملاتړ وکړي چې د تل پاتې سولې تامین لامل وګرځي.
د هغه په خبره، د افغانستان جګړه یواځې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا سربېره، په سیمه ییزه کچه هڅې زیاتې شوې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استاز زلمی خلیلزاد تازه تللی دی پاکستان ته، له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله هم مله ده.
Leave a Reply