افغان سوله؛ ووټل اسلام آباد ته تللی دی

افغان سوله؛ ووټل اسلام آباد ته تللی دی

 

د امریکا د مرکزي قوماندې لوی درستیز جنرال جوزېف ووټل پاکستان ته تللی دی

هغه پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

یو شمېر پاکستاني پوځي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې له خنډونو سره ـ سره دوی بیا هم ژمن دي چې د سیمې د ثبات تامین په خاطر له هر هېواد سره مرسته وکړي.

غونډه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه ویلي: افغانستان کې ثبات د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه دی او دوی د ثبات تامین لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د امریکا د مرکزي قوماندې لوی درستیز جوزېف ووټل له پاکستان په ټینګه غوښتي چې افغان سولې بهیر سره رښتینې مرسته وکړي.

باور دا دی چې پاکستان په وار وار له افغانستان سره ترهګرۍ ضد مبارزه، سولې بهیر او د دوه اړخیزو همکاریو پراخېدو په تړاو د مرستو ژمنه کړې ده؛ خو دغه هېواد هېڅکله په خپلو ژمنو کې رښتینی نه و او تل يې له افغانستان سره چل کړی دی او د افغان حکومت له مخالفینو يې ملاتړ کړی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.