افغان سوله؛ ټرمپ به له خان وغواړي چې طالبان دایمي اوربند ته اړ کړي

افغان سوله؛ ټرمپ به له خان وغواړي چې طالبان دایمي اوربند ته اړ کړي

د امریکا “بلومبرګ” د متحده آیالتونو د یوه چارواکي په حواله راپور ورکوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر لومړي وزیر عمران خان ټینګار وکړي چې په طالبانو فشار راوړي تر څو په افغانستان کې یوه دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

ټرمپ به له عمران خان سره د راتلونکې دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ملاقات کوي.

راپور زیاتوي، که د سپټمبر ۲۸مې نېټې افغان ولسمشریزو ټاکنو مخکې طالبان له امریکا سره د سولې ممکنه هوکړې ته ورسېږي، آيا طالبان به په دې ټاکنو کې برخه واخلي که څنګه. ځکه طالب اورپکو وړاندې د مؤقت حکومت غوښتنه کړې وه خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني يې دا مفکوره رد کړې وه.

د امریکا دا چارواکی وايي چې ټرمپ به له پاکستانه وغواړي چې پر طالبانو له خپل ټول نفوذه کار واخلي. ځکه باور دا دی چې د طالبانو د ډلې مشرتابه د پاکستان په نیمه خودمختاره سیمو کې شپې ورځې تېروي.

ټرمپ د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې پر پاکستان پوځې مرسته ځکه ودروله چې د ترهګرو ډلو پر ضد یې سمه مبارزه نه کوله. دې چارواکي ویلي چې پاکستان ته به یاده مرسته یواځې په هغه صورت کې ورکړل شي چې پاکستان د طالبانو او په هند کې په ترهګرۍ کې د ښکېلو ډلو په وړاندې د امریکا اندېښنو ته ځواب ووايي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.