د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي تېره ورځ ترکیه کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
ضمیر کابلوف ویلي: د افغانستان د سولې بهیر کې باید ترکیې ته هم ونډه ورکړل شي
د کابلوف به خبره، ممکن ترکیه د سولې په نورو پړاوونو خبرو کې افغان سولې بهیر کې شامله شي
کابلوف همدا راز له زلمي خلیلزاد سره هم کتلي دي او پر افغان سولې بهیر یې بحث کړی دی
خلیلزاد ویلي ترکي چارواکو ورته افغان سولې بهیر سره د مرستو ډاډ ورکړی دی
خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې بهیر بري لپاره باید یو ملي ټیم جوړ شي چې هغه کې د حکومت استازي هم برخه ولري
ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په ۲۵ نېټه خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره وګوري
Leave a Reply