افغان كركټ لوبډلې د الكوزي كپ وګاټه

افغان کرکټ ملي لوبډلهافغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې له جوړ کړي نړیوال ریکارډ ساتنه وکړه .د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسیده. ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په دریو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو کې په برياليتوب سره له خپلې اتلولۍ او نړیوال ریکارډ ساتنه وکړه.افغان کرکټ ملي لوبډله

د سیالیو وروستۍ لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او توپوهنه یې پیل کړه. د زمبابوې ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۴۹ منډو هدف ورکړ.

د افغان ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري امیر حمزه درې، دولت ځدراڼ ۲، نبي عیسی خیل ۲، راشد ارمان ۲ او میرویس اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلهافغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۸۲ ناسوځیدلې او راشد ارمان ۳۱ منډې جوړې کړې.

ګلبدین نایب د سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. پردې سربيره  امیرحمزه هوتک د سیالیو غوره توپ اچونکي او شهزاد محمدي د غوره توپوهونکي ډالۍ ترلاسه کړې.

هیره دې نه وي چې، د را روانې جمعې په ورځ به د افغان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د دوه نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ هم پیل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.