افغان لوبډله، تر ټولو غوره اعلان شوه

افغان لوبډله، تر ټولو غوره اعلان شوه

 

افغانستان د ۲۰۱۸ په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو غوره لوبډله شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ۲۰۱۸ کال کې یواځینۍ لوبډله ده چې خپلې ټولې لوبې يې له سیالانو ګټلې دي.

د شل اوریزو لوبو د زیاتو لوبو ګټونکو په نوملړ کې له افغانستان وروسته، پاکستان، هند، سویلي افریقا، اسټرالیا، سریلانکا، انګلینډ، بنګله دېش، وېسټ انډیز او نیوزلینډ په یو بل پسې ځای لري.

افغانستان کرکټ لوبډلې په خپلو ښو لوبو او بې ساري پرمختګ سره د کرکټ مینه وال او مبصرین حیران کړې دي.

موده وړاندې افغانستان د شل اوریزو کرکټ لوبو په درجه بندۍ کۍ اتم مقام خپل کړی و چې ویې کولای شول راتلونکي شل اوریز جام ته پرته له غوراوي پړاو سیالیو لار ومومي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.