افغان لوبډلې عمان ته ماتې وركړه

د افغانستان کرکټ - نورعلید افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیایی جام په غوراوي سیالیو کې عمان کرکټ ملي لوبډلې ته د دریو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبې پچه عمان وګټله او د توپوهنې پریکړه یی وکړه چی په ټاکلو شل اورونو کې یی د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ګلبدین نایب دوه، امیر حمزه او دولت ځدران یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. ورکړل شوی هدف افغان توپوهونکو د ورستي شلم اور په ۳ توپ د ۷ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

په توپوهنه کې د افغانستان له لوري نورعلي ځدران ۶۳، لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۳۴ او نجیب ځدران ۲۳ منډې جوړې کړې. افغانستان ددې لوبې په ګټلو سره د جدول سر کې ځای خپل او راتلونکې لوبه به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۲ نیټه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.