افغان لوبډلې هانګ كانګ ته هم ماتې وركړه

افغان کرکټ ملي لوبډلهافغان کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام غوراوي پړاو سیالیو  دریمه لوبه هم په خپلې بريا پاى ته ورسوله. د اسیا جام غوراوي پړاو سیالۍ چې په بنګله دیش کې ترسره کیږي، په پایله کې به یې له څلور ګډون کونکو لوبډلو څخه یوه د آسیا جام سیالیو ته لارموندنه کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن خپله دریمه سیالي له هانګ کانګ څخه د ۶۶ منډو په توپیر وګټله. د لوبې پچه د هانګ کانګ لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې پیل کړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۹منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نجیب ځدراڼ ۶۰ او اصغر ستانکزي ۴۹ منډې جوړې کړې.

هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۲ منډې جوړې او سیالي افغان لوبډلې ته وبایلله. د افغان توپ اچونکو له لوري محمد نبي عیسی خیل ۴، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او راشد ارمان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

محمد نبي عیسی خیل د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو. د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د سیالیو د جدول په سر کې ځای ومونده او د متحده عربي اماراتو لوبډلې د ماتیدو په صورت کې به اسیا جام سیالیو ته لارموندنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.