افغان لوبډلې پاکستان ته بېسارې ماته ورکړه

افغان لوبډلې پاکستان ته بېسارې ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې، تېره ورځ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په یو ورځینۍ لوبه کې سخته ماتې ورکړه.

 

د لوبې پچه یا ټاس د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې وګاټه چې په په ۴۸ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، افغان لوبډلې ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

 

افغان لوبغاړو توپوهنه پیل وکړه او د لوبې په وروستي اور کې يې د حشمت الله شهیدي په پنځوسیزې ټاکل شوی هدف تر لاسه کړ او لوبه یې وګټله.

 

د دوشنبې په ورځ افغانستان بله تمریناتې لوبه له کوربه هېواد انګلستان سره لري.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.