افغان محصلین له ۱۸ کلونو یوازې په ۲۶۰۰ موضوعاتو مونو ګرافونه لیکي

د لوړو زده کړو وزارتد لوړو زده کړو وزارت سرچینې او د پوهنتونونو استادان وايي، افغان محلصین له دوه لسیزو راهیسې یوازې په ۲۶ سوه موضوعاتو مونو ګرافونه لیکي او کله هم دوی ابتکار او خلاقیت ته ونه هڅول شول.

دوی وايي، یوازې محلصین دې برخه کې پړه ندي،‌چې د تحول او ابتکار هڅه نه کوي، بلکې دا استادان او د پوهنتونونو ادارې دي، چې اوبه تر پلاله لاندې تېروي او له محصلینو سره په زړو موضوعاتو توافق کوي. ددوی په باور استادان د پوهنتوني‌ ارشیفونو په اړه بې خبره دي، او هغه موضوع چې تیر کال یې له یو محصل سره ورباندې کار کړوی نوی کال یې له بل فارغېدونکي‌محصل سره په ورته موضوع کار کړی وي. دوی حتی ځینې استادان متهموي‌، چې له محصلینو سره ځینې ناقانونه تعاملات لري.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم یو استاد وايي، د ارشیف کلۍ له اداري مدیر سره دي، دا مدیریت هر وخت یو محصل ته د درې زره افغانیو په بدل کې زوړ مونو ګراف راواخلي عنوان یې بدل کړي، پوښ یې بدل کړي‌او رهنما استاد ته یې ورکړي.

یوه لویه ستونزه داده چې محصلین یوازې د فراغت د سند ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي نور ددوی ارزیابي نشته چې څه کولای شي او څه یې زده کړي دي.

په اکثره پوهنتونونو کې اوس هم د مونوګراف ارایه، دفاع او کنفرانس نشته، ډېر داسې مونو ګرافونه دي، چې باید د پوهنځۍ علمي‌ پلاوی یې باید رد کړي، خو دې برخه کې استادان او محصلین دواړه خپل وخت اړوي او دفراغت سند ترلاسه کوي.

د کابل پوهنتون د اجتماعیاتو یو محصل نسیم تبسم ادعا کوي،‌چې په کابل کې د مونو ګرافونو لیکلو ځینې نهادونه شته. هغوی یو مونوګراف په ۳ تر ۵ زره افغانۍ لیکي او شتمن محصلین یې په بیه اخلي. دده په باور چې ټوله ستونزه له رهنما استاده راولاړه ده، چې له محصل سره د مونو ګراف په موضوع او دفاع یا ارایه بحث نه کوي. هرڅوک هرڅه د مونو ګراف په نامه هلته ږدي.

ځینې خلک انتقاد کوي، چې زاړه مونو ګرافونه خوندي‌ندي، او ارشیف د یو بې اعتماده مدیر په اختیار کې وي. سمیع الله وايي، ((‌تاسو ورشی د هرې پوهنځۍ ارشیف وګورۍ تر ۳۰ به زیات موضوعاتو باندې لیکل شوي مونو ګرافونه ونه ګورئ، یوازې پوښونه یې رنګه ډیزاین شوي خو موضوعات هماغه دي.‌))

سمیع الله د لوړو زده کړو وزارت او علمي‌شوراګانو انتقاد کوي، چې لا یې هم دې مسلې ته توجه نده کړې او هغه محصلین چې باید اساسي تحقیقات وکړي او مونو ګرافونه یې د کتابونو په بڼه چاپ شي یوازې یو معمول ترسره کوي، چې د مونو ګراف له لیکلو وروسته فارغ ورته ویل کیدای شي.

خو ځینې محصلین بیا نیوکه کوي، چې دوی غواړي په نویو موضوعاتو تحقیق وکړي، خو نه منابعو ته لاسر سی لري، نه کتابتونونه شته او نه هم استادان ورسره هغسې کار کوي لکه دوی چې اړتیا لري. دوی ادعا کوي چې دوی ته پخپله د جعل او تقلب زمینه برابره ده او له همدې ځایه د محصل ټنبله اینده پیل کېږي. دوی واضح وايي، چې دوی د مونو ګراف د لیکلو په طریقه نه پوهېږي او کله هم استاد په دې برخه کې زده کړې نه دي‌ورکړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.