افغان پارلمان د پاکستان د وېزو لپاره یو میلیون مکتوبونه صادر کړي

نذیر احمدزید افغانستان ولسي جرګې په کابل کې د پاکستان سفارت ته د وګړو د وېزې د صدور په منظور یو میلیون مکتوبونه استولي دي. د پاکستان سفارت چې افغانانو ته وېزې په سختۍ ورکوي هر ویزه غوښتونکي ته وايي، چې د پارلمان د یو وکیل سفارش لیک یا مکتوب راوړه او موږ به په اسانۍ سره په یوه ورځ کې وېزه درکړو. په همدې اساس موکلین وکیلانو ته مراجعه کوي او د پاکستان ویزه اخلي.

د ولسي جرې غړي د کوچیانو په استازي او د ولسي جرګې په اوسني دویم مرستیال نذیر احمدزي نیوکه کوي، چې نوموړی له خپلې خوا په ډېر جراات او خپلسري ډول داکار کوي. دوی تور پورې کوي، چې نذیر احمدزی حتی له ځینو وکیلانو سپارشي لیکونه اخلي او د پاکستان سفارت ته یې د ویزې په نیت استوي.

د ولسي جرګې د خوست استازی همایون وايي، نذیز احمدزي ټول وکیلان د پاکستان سفارت ته بې حیثیته کړي او دا د ولسي جرګې د غړو دنده نده، چې سفارتونو ته د وېزې لپاره مکتوبونه یا لیکونه واستوي.

نذیر احمدزی چې د کوچیانو د کمیسیون استازی و، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پخپل سري‌ډول پاکستان له سفارت نه د ویزو غوښتلو صلاحیت هم ده ته راجع کړ، او کله چې مرستیال شو هم له دې صلاحیته ناوړه استفاده کوي.

همایون وايي، هم ابراهیمي او هم نذیر احمدزی غواړي په غلطو او غیرقانوني کارونو د موکلینو باور ترلاسه کړي او اړیکې جوړې کړي.همایون ادعا کوي، چې پاکستان سفارت دا لیکونه او مکتوبونه له ځان سره ساتي او زموږ د تړلو یا محتاجۍ د وسیلې په توګه یې کاروي. همایون وايي:‌

(( پاکستان سفارت له مراجعه کوونکو غواړي چې له ولسي جرګې مکتوبونه او لیکونه ورشي، په دې توګه له یوې خوا به زموږ او دوی انفرادي خطرناکې رابطې جوړې شي او له بلې خوا په دې لیکونو موږ بلک میل کوي.))

وکیلان وايي، پاکستان د غه بنډل کړي لیکونه او مکتوبونه په بوجیو کې پاکستان ته استوي او یووخت به یې د سند په توګه کاروي، چې افغان ملي شورا یوازې د وېزو لپاره موږ ته یو میلیون مکتوبونه استولي دي او لا به د ځینو وکیلانو نومونه هم اخلي چې دوی له موږ سره په اړیکه کې وو.

ځینې وکیلان تور پورې کوي، چې له پاکستان سفارت سره یې حتی قانوني ناستې هم د سفارت له خوا په شعوري او سازمان شوي ډول تحریف کېږي، له سفیر سره د ناستې عکسونه، میلمستیاوې او نور تماسونه د سفارت له خوا افشا کېږي او رسنیو ته په دې ډول استول کېږي، چې موږ هر یو د پاکستان د جاسوسانو په نوم تورن شو یا د حیثیت له سوال سره مخ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.