افغان پولیس وايي، موږ ته د ویتنام د جګړې ناکام ټوپکونه راکړل شوي دي

افغان پولیسافغان پولیس چې په روزنه بوخت دي شکایت کوي، دهغې وسلې تریننګ ورکول کېږي، چې ترټولو ناکامه او جعلي ده. پولیس شکایت کوي چې د کورنیو چارو وزیر له ناټو او امریکايي روزونکو سره موافقه کړې M16 وسله په ټریننګ کې افغان پولیسو ته ورزده کړي او له زیاترو پولیسو او ملي اردو سرتیرو سره همدا مهال همدغه وسله ده چې د ترهګرو پرضد په جګړه کې ورڅخه استفاده کوي.

پولیس وايي، دا ټوپک تر دریو زیات ډزونه نشي کولای،‌ ګرمېږي او له کاره غورځي. دوی وايي امریکایانو د ویتنام په جګړه کې هم خپلو متلفینو ته همدا وسله ورکړې وه او د وسلو په بازار کې د ویتنام دناکامې وسلې په نوم مشهوره ده.

دوی ادعا کوي چې دا وسله له افغان ملي اردو سرتیرو سره هم ده چې له استفادې یې شکایت کوي.

په تریننګ مرکزونو کې په زده کړو بوخت پولیس وايي: موږ خپلو استادانو ته څو ځله وویل چې دا خو جعلي وسله ده او د افغانستان په سخته جګړه کې ورڅخه استفاده نشي کیدلای نو ولې دا وسله ومنل شوه؟

ددوی په خبره استادانو ويلي: موږ هم پوهېږو چې دا ناکامه وسله ده تر تیرایي ټوپکو ډېره کمزورې ده، خو د کورنیو چارو وزیر له نظامي مرستندویانو سره منلې او موږ په دې برخه کې هیڅ نشو کولای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.